1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې فرانسې ته اوکراین ته د عسکرو لېږلو په اړه خبرداری ورکړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

روسيې فرانسې ته خبرداری ورکړی دی چې که عسکر ېې په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې ولیدل شي د دوی د ځواکونو هدف به وګرځي. د آلمان دفاع وزیر امریکا او کاناډا ته د خپل سفر په ترڅ کې له اوکراینه د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4fdLb
Ukraine Irpin | Treffen mit Wolodymyr Selenskyj, Olaf Scholz, Emmanuel Macron, Mario Draghi und Klaus Iohannis
انځور: Ludovic Marin/AP/picture alliance

روسيې خبرداری ورکړی دی چې ځواکونه به ېې اوکراین ته هر استولی فرانسوي عسکر ته د یو مشروع هدف په سترګه وګوري. په عین حال کې د اوکراین د انرژي زیربناوې تر یو لړ نوو حملو لاندې راغلي دي.

روسيې ويلي چې اوکراین ته استولي فرانسوي عسکر به د مشروع اهدافو په څېر ارزول کیږي او د دوی د پوځ تر بریدونو لاندې به راشي.

د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون هغو څرګندونو په فبرورۍ میاشت کې جنجال راپورته کړ چې وې ويل په اوکراین کې د ځمکنيو ځواکونو استقرارول نه رديږي. ماکرون دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي وې چې خبرداری یې ورکړی وو که روسيه د اوکراين په جګړه کې ګټونکې شي، اروپا به خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

مسکو فرانسې ته دغه خبرداری وروسته له هغې ورکوي چې ماکرون د روانې میاشتې په سر کې له ایکانومیست مجلې سره په یوه مرکه کې يو ځل بيا خپله ياده نظریه بيان کړه.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ماریا زخاروف
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ماریا زخاروفانځور: Komsomolskaya Pravda/Russian Look/IMAGO

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یو لنډه مطبوعاتي کنفررانس کې وويل: «مشخصه ده چې په خپله ماکرون دا ډول لفاظي د روسيې له پاره د یو ډول 'ستراتيژيک ابهام' ایجادولو ته د تمايل لرلو په خاطر بیانوي.»

زخارووا زیاته کړه: «موږ باید هغه ناهيلی کړو – موږ ته وضعیت له حده ډېر قطعي ښکاري.»

زخارووا دا هم وویل چې په اوکراین کې د وژل شوو په ډله کې ډېر فرانسويان ليدل شوي دي.

هغې زیاته کړه: «که چېرته فرانسويان د جګړې په ساحه کې ولیدل شي، ناچار به د روسي ځواکونو هدف وګرځي. زما په نظر پاریس مخکې لا د دې موضوع له پاره مدرک په اختیار کې لري.»

د آلمان دفاع وزير، بوریس پيستوریس، امریکا متحده ایالاتو او کاناډا ته د خپل سفر په ابتدا کې په شمالي امریکا کې د اوکراین د لا ډېر ګډ ملاتړ غوښتنه وکړه.

د آلمان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، باید پرې نښودل شي چې په خپله یرغلیزه جګړه کې بریالی شي.

هغه وويل: «دا یوه پوښتنه ده چې ديموکراسۍ څنګه او چېرته له خپلو دفاع کوي.»

په پام کې ده چې د آلمان د دفاع وزیر به د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال لويد آستين او د جمعې په ورځ په اوتاوا کې د کاناډا له دفاع وزیر بیل بلایر، سره هم وګوري.

د آرشیف انځور - د آلمان دفاع وزير بوریس پیستوریس د آلماني سرتيرو په منځ کې - هغه شمالي امریکا ته د خپل سفر پرمهال اوکراین سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده
د آرشیف انځور - د آلمان دفاع وزير بوریس پیستوریس د آلماني سرتيرو په منځ کې - هغه شمالي امریکا ته د خپل سفر پرمهال اوکراین سره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې دهانځور: Lisi Niesner/REUTERS

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه چې روسيې پر اوکراین پوځي يرغل کړی، اوکراین د خپلو غربي متحدينو پر پوځي او مالي مرستو د روسيې پر وړاندې مقابله کوي.

د هندوستان پولیسو څلور کسان د روسيې جګړې ته د تشویق له پاره نيولي دي.

هندي تحقیق کوونکو ويلي دي چې فدرالي پولیسو څلور کسان په دې تور نيولي دي چې ځوان نارينه ېې تشویقول تر څو په اوکراين کې د جنګېدو له پاره روسيې ته ولاړ شي.

لږ تر لږه دوه هندي وګړي په جګړه کې وژل شوي دي په داسې حال کې چې ډېرو نورو ويلي دي چې دوی ته د روسيې فریب ورکړل شوی وو چې بیا پر غولوونکو وعدو د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي دي.

د هندوستان د تحقیقاتو مرکزي دفتر CBI ويلي دي چې د نیول شوو څلورو کسانو له ډلې دوه ېې د سه شبنې په ورځ او دوه نور ېې د اپريل پر ۲۴مه نيول شوي ول.

DW E/mks/nz

له آرشیف څخه انځوریز البوم (17.02.2023): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل