1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: د امریکایانو په شمول یو شمیر بهرني زندانیان لرو

۱۴۰۳ فروردین ۱۲, یکشنبه

طالبانو تائید کړې چې د دوو امریکايي وګړو په شمول یو شمیر بهرني اتباع د افغانستان په زندانونو کې ساتل کیږي. ذبیح الله مجاهد، ویلي چې یاد کسان یې د افغانستان له قوانینو د سرغړونې له کبله زنداني کړي دي.

https://p.dw.com/p/4eIJ6
طالبانو ویلي چې د دوو امریکايي اتباعو په شمول یو شمیر بهرني وګړي له دوی سره زندانیان دي.
طالبانو ویلي چې د دوو امریکايي اتباعو په شمول یو شمیر بهرني وګړي له دوی سره زندانیان دي. انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو د زنداني کیدو په هکله راپورونه خپاره شول، اوس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو اتباع چې پکې دوه امریکايي وګړي هم شامل دي، له دوی سره زنداني دي.

د طالبانود ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په یوه ږغیز پیغام کې چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان ملي تلویزون څخه خپور شوی، د یادو کسانو زنداني کیدل تائید کړي دي. مجاهد ویل: «یو شمیر بهرني وګړي په افغانستان کې توقیف شوي چې پکې دوه امریکايان هم شامل دي. د زنداني کیدو دلیل یې د افغانستان له قوانینو سرغړونه ده.»

مجاهد په دغه پیغام کې ټینګار کړی چې هر بهرنی وګړی چې د افغانستان ویزه یې ترلاسه کړي وي، باید د دې هیواد قوانین په ځان عملي کړي. په عین وخت کې امریکايي چارواکو هم ویلي چې د دوی دوه اتباع له طالبانو سره په افغانستان کې زندانیان دي.

د ان. بي. سي نیوز په شمول یو شمیر امریکايي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې په نیول شویو امریکایانو کې یو یې رایان کووبت دی چې د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوي او زندان ته اچول شوی دی. یادو رسنیو د دوهم امریکايي وګړي او د بند مودې په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي.

دا هم په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ ویاند، یو شمیر امریکايي چارواکو او د یادو امریکايي اتباعو کورنیو له طالبانو غوښتي چې نیول شوي امریکايي وګړي آزاد کړي. مجاهد په خپلو خبرو کې ویلي چې د نیول شویو امریکايي اتباعو په هکله د دوی له حکومتي چارواکو سره هم خبرې شوي دي.

ش.ا / خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل