1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټنه: په آلمان کی نژادي تبعیض د فقر خطر زیاتوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په آلمان کي تورپوستان، آسیایان او مسلمانان د نورو خلکو په پرتله ډیر له فقر سره مخامخ کيږي. دا خبره پر هغو کسانو هم صدق کوي چي ښې زده کړي یې کړي او ښه کار هم لري. په تیره بیا افغانان هم له دغه ډول حالت سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4faTK
Flüchtlinge aus Griechenland landen in Hannover
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د آلمان د ادغام او مهاجرت د څېړنې د مرکز د یوې څیړنې له مخې هغه کسان چي له نژادي تبعیض سره مخامخ دي، په آلمان کي یې له فقر سره د مخامخ کیدو خطر ډیر دی.

د سې شنبې په ورځ د دغې پلټني خپاره سوي نتایج ښيي، چي دا حتی پر هغو له تبعيض سره مخامخ کسانو هم صدق کوي چي لوړې زده کړي يې کړي وي او ښه کار هم ولري.

د دغي پلټنې څېړونکي وايي چي که څه هم د هغو کسانو په منځ کي چی ټوله اونۍ پوره ساعتونه کار کوي د دې امکان کم دی چي د فقر تر کرښې لاندي ژوند وکړي، خو بیا هم له دغه ډول تبعیض سره مخامخ او نه مخامخ کسانو ترمنځ لوی توپیر لیدل کیږي.

په داسي حال کي چي پرته له خارجي پس منظر څخه د هغو آلمانانو په منځ کي چي په اونۍ کي پوره ساعتونه کار کوي، د فقر خطر ۵ سلنه دی، د مسلمانو نارینه وو په منځ کي بیا چي هغوی هم پوره کار کوي، د ۲۱ سلنه په لرلو سره په ښکاره ډول دغه خطر ډیر لوړ دی.

د هند تابعیت قانون ته د مسلمان افغان مهاجرو غبرګون څه دی؟

تور پوستي ښځي د ۲۲ سلنې په لرلو سره تر ټولو زیات د فقر له دغه ډول خطر سره مخامخ دي. که څه هم په آلمانکی د هغو زیږیدلو کسانو له پاره چي خارجي ریښه لري او دلته یې زده کړي پای ته رسولي، د هغو کسانو په پرتله چی دغه هیواد ته رامهاجر سوي او خپل د زده کړي اسناد یې په بهر کي ترلاسه کړي، له فقر سره د مخامخ کیدو خطر کم دی، خو د پلټنې له مخي د دغې ډلې له پاره هم، د زده کړو د عین کچې په لرلو سره، د پرته له خارجي ریښې لرونکو آلمانانو په پرتله د ښه معاشونو د ترلاسه کولو امکان کم دی.

د نوموړي انستیتوت په حواله څېړنه د ملي تبعیض او توکم پالنې د هغو څارونکو د یوې سروې پر بنسټ ترسره سوې، چې له ۲۰۲۲ م کال راهیسې له  شاوخوا ۱۳ زره خلکو څخه په منظم ډول پوښتنی کوي. د آنلایني سروې د نمایندگۍ هدف دا دی چي د خلکو د مختلفو ګروپونو چلند او تجربو ته د نظر اچولو امکانات برابر کړي. په دغه ارزونه کي له گډون کوونکو څخه پوښتل سوي وه چی آیا هغوی ځان په دغې ډلې پوري مربوط ویني او که څنگه.

د نوموړي پلټنې د لیکوالانو په حواله، دغه خطر د هغو مهاجرو په منځ کي لازیات دی چي له ۲۰۱۳م کال راهیسي، له افغانستانه او یا هم سوریې څخه آلمان ته رامهاجر سوي دي.

GP/NZ/AG